چهارشنبه, ۲۰ جمادی الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
کله چې د ازادۍ دعوه کوونکي خبرې کوي، د ډیموکراسۍ ناکامي او د ادعاوو دروغ‌والی یې بربڼدېږي

(ژباړه)

خبر:

ټرمپ د کانګرس سومالیایي الاصله استازې، ایلهان عمر او د سومالیایانو ټولنه په سپکو  الفاظو سره خطاب کړل. هغه د سه شنبې په ورځ وویل چې په منیسوټا کې مېشت سومالیایان «د هېواد په پرمختګ کې رول نه لري» او زیاته یې کړه چې امریکا په «تاریخي څنډه» ولاړه ده. ټرمپ وویل: «کېدای شي وضعیت دې خوا یا هغې خوا ته لاړ شي او که د امریکا دولت د خپل هېواد په لوري د کثافاتو داخلېدو ته دوام ورکړي، غلط لوري ته به لاړه شي. موږ هغوی پخپل هېواد کې نه غواړو؛ هغوی باید بېرته خپلې خاورې ته ستانه شي او هلته خپلې ستونزې حل کړي» (سي‌ان‌ان).

تبصره:

کله چې د ازادۍ دعوه کوونکي خبرې کوي، د ډیموکراسۍ ناکامي او د ادعاوو دروغ‌والی یې بربڼدېږي؛ لکه څنګه چې د ټرمپ ازادي هغه ته اجازه ورکړه چې د ټول ملت (سومالیایانو) او د کانګرس د یوې منتخبې غړې پر وړاندې برید وکړي، پرته له دې چې د هغې مقام او دغه حقیقت په پام کې ونیسي، چې هغې دا څوکۍ د خلکو په رایو ترلاسه کړې، نه په زور سره. هغه د خپلې وینا پر مهال د کافرانه او متکبرې ژبې په کارولو سره خبرې وکړې؛ داسې چې ګواکي غواړي خلک همغه څه وویني، چې دی یې ویني. هغه هېره کړې یې ده او یا دا چې ځان ناګومانه نیسي، چې همدغه کسان د ښځو د حقونو او ازادیو د دفاع دعوه کوي.

په همدغه ځای کې ټرمپ خپله اصلي څېره بربنډوي او د پانګوالۍ ککړ ذات هم څرګندوي. ټرمپ د نژادپالنې، زورواکۍ او واک‌غوښتنې نښه ده او د هېواد د اداره کولو په بهیر کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره په بدمعاشۍ او پوځي ځواک تکیه کوي. هر څوک چې هغه له دې پرته بل ډول ویني، هم یې د ظاهر سترګې ړندې دي او هم یې د بصیرت سترګې. اوس د کانګرس یوه غړې یوازې د دې لپاره، چې مسلمانه ده او سومالیایي الاصله ده، د هغه له بریدونو څخه خوندي پاتې نه شوه. نو ایا موږ مسلمانان پر داسې کس حساب کولی شو، په داسې حال کې چې ان زموږ په خپلو خاورو کې هم د هغه په نظر د نوموړي د موخو پر وړاندې خنډ ګڼل کېږو؟ الله سبحانه وتعالی رښتیا فرمایلي دي:

﴿قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ﴾

ژباړه:  د دښمنۍ (نښې) د دوی له خولو څرګندې شوې دي او هغه څه چې پخپلو سینو کې یې پټ ساتي، تر دې هم ډېر لوی دي.

لیکوال: سوزان المجران

۱۴۴۷هـ.ق د جمادي الثاني ۱۵مه

۲۰۲۵م د ډسمبر ۶مه

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې